Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

آزاده ئې.[1]

     سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! دا دے په قُرآنِ كريم باندې د عمل كولو انداز، چې څنګه به د قُرآنِ كريم تلاوت اوشو نو سمدستي به ئې پرې عمل کولو. او زمونږه څه حال دے؟ الله پاک دِ مونږه مُعاف كړي.....! اوس زمونږه په مُعاشره كښې داسې ناپوهه خلق هُم شته چې هغوئي د اسلام خبرې واوري نو هغې ته دَقيانُوسي خبرې [يعنې پخوانئ خبرې] وائي او مَعاذَ الله! هسې د نوم جِدَّت پسند جوړيږي، الله پاك دِ مونږ ټول د داسې ناپوهئ او ناپوهه خلقو نه هميشه محفوظه اوساتي.

د كامِل او اكمَل ژوند حاصليدل څنګه ممكِن دي؟

     اے عاشِقانِ رسول! كاش چې مونږ ته هم داسې جذبه نصيب شي، كاش چې زمونږ په زړونو کښې هم د قُرآنِ كريم داسې مينه مَحبَّت پيدا شي چې د قُرآن و سُنَّت نه سِوا بل يو طرف ته هُم نه ګورو. نن خلق د ترقئ او كاميابئ د پاره در په در ګرځي ټوکرې خوري، څوك د كافرانو په اُصُولو عمل کوي، څوك د فلسفيانو په خبرو عمل كوي خو په دې طريقو کښې هيڅ کاميابي نشته، بلكه اُلټه په ذِلَّت کښې اخته شي.

    ياد ساتئ! په دې دُنيا كښې د كامياب ژوند تيرولو صرف يوه لاره ده او هغه لاره دا ده كومه چې قُرآنِ كريم ښودلي ده، لږ د دُنيا تاريخ اوګورئ چې په دُنيا كښې د ټولو نه كامِل، اَكمَل، د ټولو نه ښه، بهترين او ښكلے ښائسته ژوند د چا دے؟ يقيناً يو مسلمان به دا جواب وركوي چې د خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُبارَك ژوند د ټولو نه بهترين کامِل او اکمل دے. د حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُبارَك ژوند څه وو؟


 

 



[1]...ابن عساکر، علی بن الحسین، جلد:41، صفحہ:387۔