Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

هغه اُمُّ الْـمُـؤْمِنِیْن، حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها په دريو الفاظو كښې بيان کړے دے چې: کَانَ  خُلْقُہُ الْقُرْآن د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك اخلاق د قُرآن والا وو.[1]

    ګويا حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِیَ الله عَنها دا فرمائي چې قُرآنِ كريم لوستل شروع كړه، قُرآنِ كريم چې كوم كوم اخلاق او آداب بيانوي د دې ټولو عملي نمونه به تاسو د مصطفٰى كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مُبارك ژوند كښې اووينئ.

    معلومه شوه چې كه مونږه خپل ژوند ښائسته، ښه او كامِله جوړول غواړو نو د دې يوه طريقه ده، او هغه دا چې د ژوند تيرولو اُصُول د قُرآنِ كريم نه زده كړو او په هغې باندې د عمل كولو انداز د مصطفٰى کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو نه زده كړو او په هغې باندې عمل اوكړو، نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم زمونږ ژوند به ښائسته، ښكلے، بهترين او كامِل و اكمَل شي.     

اَزْ  یَکْ  آئین  مُسَلْمَان  زِنْدَہ  اَسْت                                                                                      پَیْکَرِ  مِلَّت   زِ  قُرآن  زِنْدَہ   اَسْت

ترجمه: اسلام او مسلمان صرف د يو قانون په ذريعه ژوندي اوسي او د هغه قانون قرآن دے.

عُلمائے كرامو نه تپوس كول ضروري دي

    اے عاشِقانِ رسول! مونږ له پكار دي چې په قُرآنِ كريم باندې عمل اوكړو، په هُم دې كښې زمونږه خير دے، په هُم دې كښې ترقي او كاميابي ده خو يوه خبره ياده ساتئ  چې په قُرآنِ كريم باندې عمل كول خو په مونږه لازم دي خو په خپل عقل نه بلكه د عاشِقانِ رسول عُلمائے كرامو نه په تپوس كولو عمل كول پکار دي، [ځکه چې عوام


 

 



[1]...المعجم الاوسط، صفحہ:34، حدیث:72۔