Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

الْعِرْفان، صراطُ الجنان  او مَعْرِفَۃُ الْقُرْآن هديةً واخلئ، په آسانه اردو كښې په خپل كور کښې د قُرآنِ مجيد ترجمه او تفسير لولئ او بركتونه حاصلوئ * د دعوتِ اسلامي آئـى. ټـى ډيپارټمنټ يو زبردست موبائل ايپلي كيشن Quran with Tafseer (اَلْقُرْآن مَعَ التَّفْسِیْر) هم جوړ كړے دے. په دې ايپلي كيشن كښې قرآنِ كريم، ترجمۀ كنزُالايمان، ترجمۀ كنزُ العرفان او تفسير صراطُ الجِنان شامِل دي. په خپل موبائل كښې دا ايپلي كيشن انسټال كړئ، او په کومه خبره چې پوهه نه شئ نو د مدني عُلمائے كرامو او عاشقانِ رسول مُفتيانِ كرامو نه تپوس اوكړئ.

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار د تفسير اورولو او اوريدلو حلقه

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو: قرآنِ كريم زده كول، په دې ځان پوهه كول او د دې تلاوت هم ضروري دے. د دې آسانه طريقه دا ده چې تاسو د ذىلي حلقے 12 ديني كارونو كښې په اِخلاص سره حِصَّه واخلئ! د ذىلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار د ترجمه او تفسير اورولو او اوريدلو حلقههم ده.

     اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! عاشقانِ رسول مُبَلِّغينِ دعوتِ اسلامي په جماتونو کښې د سحر لمَانځه نه پس د ترجمه او تفسير اورولو او اوريدلو حلقےلګوي، په دې كښې هره ورځ د درې آيتونو تلاوت، ترجَمه او تفسير لوستلے كيږي، هره ورځ درې آيتونه يعنې په كال كښې  يو زر او پينځه كم سل آيتونه، يعنې زمونږ د هرې ورځې 15 يا 20 منټه كوشش سره په دوه نيم كاله كښې پوره قرآنِ كريم اوريدلے، زده كولے او ځان پرې پوهه كولے شو. د دې نه علاوه درسِ فيضانِ سُنَّت او د منظوم شجره قادريه رضويه عطاريه لوستلو او اوريدلو اهتِمام هم كيږي. تاسو هم په دې ديني كار كښې ضرور حِصَّه واخلئ او خپل