Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

زړه په نُورِ قُرآن باندې مُنَوَّر كړئ.!

             راځئ چې د ترغيب په طور يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

ويزے مِلاؤ شوے

     يو اسلامي ورور تقريباً د 14 كالو نه بَهَر يو ملک كښې وو. هلته د هغه خپل كاروبار دے. هغه ته يو ځل په خپله كارخانه كښې د كار كوونكو ضرورت پيښ شو. هغه د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع كړل، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ويزے مِلاؤ نه شوے. څو كاله داسې تير شو هغه ډير پريشانه وو ځكه چه د نوكرانو د نشتوالي په وجه هغه ته نقصان کيدلو. خير هغه همَّت اوكړو او يو ځل ئې بيا درخواست جمع كړو. په دې دوران كښې يو اسلامي ورور هغه ته د ”شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه“ نه د شجره عاليه د دُعائيه اشعارو لوستلو مشوره وركړه. هغه د شجرے شريفې نه دُعائيه اشعار پابندئ سره لوستل شروع كړل. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د شجره قادريه رضويه ضيائيه عطاريه لوستلو په بركت د هغه هٰغه كار  چې د څو كالو نه نه كيدلو حيرت انګيز طور په يو څو ورځو كښې اوشو او هغه ته ويزے ملاؤ شوے.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره