Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye
محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش! تُو پیکرِ سُنَّت مجھے اللہ بنا دے([2])
اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی
د نوكانو كټ كولو سُنَّتونه او آداب
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) څوك چې د جُمُعـے په ورځ نُوكان پريك كړي الله تعالٰى به هغه د بلې جُمُعـے پورې د مصيبتونو نه محفوظه ساتي او درې ورځې زياتې[3] يعني د لسو ورځو پورې. (2) څوك چې د جُمُعـے په ورځ نُوكان پريك كړي نو رحمت به راځي او ګناهونه به ځي[4]
اے عاشِقانِ رسول! * د جُمُعـے په ورځ نُوكان پريك كول مستحب دي. كه زيات غټ شوي وي نو د جُمُعـے د ورځې انتِظار مه كوئ. * د لاسونو د نُوكانو پريك كولو منقول طريقه وړاندې كيږي [واورئ]: مخكښې د ښي لاس د شهادت د ګوتې نه شروع اوكړئ او ترتيب وار ئې د كچئ ګوتې د نُوك سره پريك كړئ خو غټه ګوته پريږدئ. بيا د ګڅ لاس د كچئ ګوتې نه شروع اوكړئ او ترتيب وار ئې د غټې ګوتې د نُوك سره پريك كړئ، بيا په آخره كښې د ښي لاس د غټې ګوتې نُوك پريك كړئ.[5] * د ښپو د نوكانو پريك كولو څه ترتيب منقول نه دے، بهتره دا ده چه د ښئ ښپې د كچئ ګوتې نه ئې