Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  

د حضرت جعفر رَضِیَ الله عَنْهُ ژړوونکے تلاوت

        خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اسلام په شروع كښې چې كله کُفَّارِ مکه په مسلمانانو باندې ډير سخت ظُلمونه كول، يوه ورځ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته حبشے ته د هجرت كولو حكم اوكړو، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حكم باندې ډير صحابه كرام  عَلَيْهِمُ الرِّضْوان حبشے ته لاړل، په حبشه كښې هغه وخت د نجاشي بادشاه حكومت وو ، يوه ورځ نجاشي بادشاه هغه صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان خپل دربار ته را اوغوښتل، صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان حاضر شو، هغه وخت د کُفّارِ مکّه يو وفد هُم هلته د نجاشي بادشاه په دربار کښې موجود وو، نجاشي بادشاه د قرآنِ كريم اورولو درخواست پيش كړو، چنانچه جنتـي صحابي حضرت جعفر رَضِیَ الله عَنْهُ د نجاشي په دربار كښې د سورۀ مريَم تلاوت اوكړو.

     اَللهُ اَکْبَر! د حضرت جعفر رَضِیَ الله عَنْهُ خوږ او ژړوونکي تلاوت په نجاشي بادشاه
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د هغوئي په درباريانو باندې ډير اثر اوكړو او هغوئي چې د الله پاك پاكيزه كلام واوريدلو نو ډىر ئې اوژړل.

    د دې واقعے نه يو څو كاله پس نجاشي بادشاه خپل يو وفد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې را اوليږلو، په هغه وفد كښې اويا كسان وو، هغه خلق چې كله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو نو آخري نبـي، رسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د سورۀ يٰسـين شريف تلاوت اوكړو. هغوئي چې كله د خوږ