Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye
نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د الله پاك كلام واوريدلو نو هغوئي هم په زوره زوره اوژړل. [1] د هغوئي په حق كښې د قرآنِ کريم دا آيتونه نازل شو:
وَ اِذَا سَمِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَى الرَّسُوْلِ تَرٰۤى اَعْیُنَهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوْا مِنَ الْحَقِّۚ-یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ(۸۳) (پارہ7، سورۃالمائدۃ:83)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: او چې كله هغوئي اوري هٰغه، څه چې د رسول طرف ته نازل کړے شوي دي نو ته به اووينې چې د هغوئي سترګې اوښكې بهيَوي ځکه چې هغوئي حق اوپيژندلو. وائي: اے زمونږه ربّه! مونږه اِيمان راوړلو، پس ته مونږه (د حق) د ګواهانو سره اوليكې.
الله پاك دې خوش نصيبه خلقو ته د جنَّت زيرے واورلو او ارشاد ئې اوفرمائيلو:
فَاَثَابَهُمُ اللّٰهُ بِمَا قَالُوْا جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاؕ-وَ ذٰلِكَ جَزَآءُ الْمُحْسِنِیْنَ(۸۵) (پارہ7، سورۃالمائدۃ:85)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: نو الله پاك د هغوئي د دې وينا په بدله كښې هغوئي ته هٰغه باغونه عطا كړل چې لاندې ترينه نهرونه بهيږي، هميشه به په هغې كښې اوسيږي او دا د نيكو خلقو بدله ده.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد