Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye
د تلاوت په دوران كښې ژړل سعادت دے
اے عاشِقانِ رسول! د قرآنِ كريم تلاوت كول، تلاوت اوريدل عين سعادت دے بلكه ډيره د فضيلت والا نيكي ده، كه د تلاوت كولو يا اوريدلو په وخت کښې د جَذب كيفيت جوړ شي، زړه په محبَّتِ اِلٰهي کښې ټُوپونه وهل شروع کړي، بدن د خوفِ خُدا په وجه په لړزان شي، د سترګو نه اوښكې روانې شي نو د داسې تلاوت خو مَـا شآءَ اللهُ! څه ښکلے شان دے، الله پاك د خپلو نيكو بندګانو پاك اوصاف بيانوکو کښې فرمائي:
اَللّٰهُ نَزَّلَ اَحْسَنَ الْحَدِیْثِ كِتٰبًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِیَ ﳓ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُوْدُ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْۚ-ثُمَّ تَلِیْنُ جُلُوْدُهُمْ وَ قُلُوْبُهُمْ اِلٰى ذِكْرِ اللّٰهِؕ- (پارہ23،سورۃالزمر:23)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: الله د ټولو نه ښه كتاب نازل كړو چې ټول يو شان دے، بيا بيا لوستلے كيږي، د دې په وجه د هغه خلقو د بدن ويښته اودريږي كوم چې د خپل ربّ نه ويريږي، بيا د هغوئي زړونه او څرمنې د الله د ياد طرف ته نرم شي.
حضرت اَسماء رَضِیَ الله عَنْهَا فرمائي: د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به دا حالت وو چې كله به د هغوئي په مخكښې د قرآنِ كريم تلاوت كيدلو نو د هغوئي د سترګو نه به اوښكې روانې شوې او د هغوئى د بدن ويښته به نيغ اودريدل.[1]
چې څوك اوژاړي جنَّت ته به داخل شي
د حضرت جرِير بِن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے، يوه ورځ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته اوفرمائيل: زه ستاسو په مخكښې د سُورَةُ التَّكاثُر تلاوت كووم، په تاسو كښې