Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

چې څوک اوژاړي، هغه به جَنَّت ته داخل شي. چنانچه سركارِ مدِينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُورَةُ التَّكاثُر  تلاوت اوفرمائيلو، په مونږه كښې څه کسانو اوژړل او څه کسانو اُونه ژړل. چا چې اُونه ژړلے شُو هغوئي عرض اوكړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ د ژړا كوشش اوكړو خو ژړا مو اُونکړے شوه. سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زه ستاسو په مخكښې دا بيا لوَلَم چې څوک اوژاړي، د هغه د پاره جَنَّت دے او څوك چې اُونه شي ژړلے هغه دِ د ژړا په شان شكل جوړ كړي.[1]

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بد قسمتئ سره نن صبا د مسلمانانو د قرآنِ كريم سره شوق ورځ تر ورځ كميږي، اوَّل خو تلاوت كوونكي ډير كم دي، بيا كوم خلق چې د قرآنِ كريم د تلاوت سعادت حاصلوي، په هغوئي كښې هم د تلاوت كولو په وخت كښې ډيرو کمو خلقو ته د ژړيدلو سعادت نصيب کيږي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د قرآنِ كريم د تلاوت كولو او د لوستلو يا اوريدلو په وخت کښې د ژړيدلو توفيق راعطا كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

د تلاوتِ قُرآن يو باطِـني اَدَب

     حُجَّةُ الْاِسلام حضرت سَيِّدُنا اِمام مُحمّد بن مُحمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِحياءُ الْعُلوم په اوَّل جِلد كښې د تلاوتِ قُرآن 10 آداب بيان كړي دي، په دې كښې ووم باطني ادب تَخْصِيْص دے: يعنې بنده دِ قُرآنِ كريم د خپل ځان سره خاص ګنړي. د خپل هدايت د پاره دِ تلاوت كوي، د تلاوت كولو په وخت کښې دِ دا تَصَوُّر كوي چې الله پاك په قرآنِ كريم كښې کوم احكامات بيان كړي دي، دا زما د پاره دي، د كومو كارونو نه چې الله پاك منع فرمائيلي دي، دا ئې زه منع كړے يم، په قرآنِ كريم كښې چې د قيامت كوم


 

 



[1]...نوادر الاصول، الاصل الحادی والخمسون والمائۃ، جلد:1، صفحہ:408۔