Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

ذِكر دے، د جَهَنَّم ذِكر چې پکښې دے، د عذابونو ذِكر چې پکښې دے، کوم د نصيحت نه ډك واقعات چې پکښې بيان شوي دي، دا ټول زما د پاره دي او په ما لازم دي چې زه د دې نه نصيحت واخلم.[1]

     كه مونږه د تلاوت کولو په وخت کښې دا تَصَوُّر کوو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! قُرآنِ كريم به زمونږ زړونو ته كوزيږي او اَثَر به هُم كوي، په سترګو كښې به مو اوښكې هُم راځي او که الله پاك اوغواړي نو ژوند به مو هم ښائسته شي.

د كامِل اِيمان والؤ يو وَصف

     الله پاك په اوَّله سيپاره، سُوْرَةُ البَقَرَه، آيت: 121 كښې ارشاد فرمائي:

اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖؕ-اُولٰٓىٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖؕ-

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : كومو خلقو ته چې مونږه كتاب وركړے دے، هغوئي د دې داسې تلاوت كوي څنګه چې پكار دے، هم هغوئي په دې اِيمان لري.

    د يو قول مطابق په دې آيتِ كريمه كښې د اَلْکِتٰبَ نه مُراد قُرآنِ كريم دے او په دې آيت كښې د كامِل اِيمان والؤ يو صِفَت هُم بيان شوے دے، نو د دې آيتِ كريمه مطلب دا شو چې اے خلقو! چا ته چې كتاب عطا كړے شوے دے، په هغوئي كښې كامِل اِيمان والا هغه دي كوم چې د تلاوت كولو حق ادا كوي.[2]


 

 



[1]...احیاء العلوم، جلد:1، صفحہ:859خلاصۃً۔

[2]...تفسیر نعیمی، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِآیت:121، جلد:1، صفحہ:692 خُلاصۃً۔