Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

Book Name:Qurani Talimat Sikhiye Aur Amal Kijiye

د تلاوتِ قُرآن درې حقوق

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتِ كريمه كښې د تلاوت د حق نه مراد څه دے؟ د دې په وضاحت كښې عُلمائے كرامو درې خبرې ذِكر كړي دي: (1) اِمام جلالُ الدِّين سُيُوطِـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: یَقْرَءُوْنَہٗ کَمَا اُنْزِلَ يعنې كامِل ايمان والا هغه دي كوم چې د قُرآنِ كريم داسې تلاوت كوي، څنګه چې قُرآنِ كريم نازل شوے دے. [1] د مثال په طور قُرآنِ كريم په عربئ كښې نازل شوے دے، لِهٰذا قُرآنِ كريم په عربي لـهجه كښې لوستل لازم دي، مونږه قُرآنِ كريم په اُردو، پښتو يا د بلې ژبې په لـهجه كښې نه شو لوستلے، قُرآنِ كريم په عربئ كښې دے، دا په عربي لـهجه كښې لوستل ضروري دي، مثلاً ظاد لوستل دا د اردو، پښتو لـهجه ده ضاد لوستل د عربئ لـهجه ده، ظَوے لوستل د اردو، پښتو لـهجه ده، ظاء لوستل د عربئ لـهجه ده. ځکه د قُرآنِ كريم دا حق دے چې مونږه په عربي ژبه او لـهجه كښې تلاوت اوكړو، د دې د پاره ضروري دي  چې مونږه تجويد زده كړو، مَدَني قاعده زده كړو او د حُروفو د صحيح مخارجو مشق اوكړو، خو د افسوس خبره ده چې نن صبا يو ګنړ شمير خلق داسې دي چې صحىح تجويد سره قُرآنِ كريم لوستل نه ورځي. كاش چې! مونږه قُرآنِ كريم صحيح زده كوونكي جوړ شو. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي مونږ ته د قُرآنِ كريم زده كولو ډيرې موقعے راكوي، د لوئ عُمر والؤ اسلامي ورونړو ته د صحيح تجويد او قراءت سره قُرآنِ كريم زده كولو د پاره (د اسلامي ورونړو) مدرسةُ المَدينه لګي، تاسو هم په دې كښې شريك كيږئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! صحيح مخارجو سره به قرآنِ كريم زده كړئ.  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:121۔