Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

نيكو په مُعامَله كښې داسې يو منزل نشته چې بنده مطمئن شي چې بس ما ډيرې نيكئ اوكړې بس نور ما ته د نيكو كولو ضرورت نشته، لِهٰذا د اعمالو په اعتبار سره ضروري ده چې بنده خپل ځان كم ګنړي او كله دِ هم ځان نيك نه ګنړي، د يو ساعت كروړمه حِصّه دِ هم دا په ذِهن كښې نه راولي چې زه ډير نيك يم او الله پاك قبول كړے يم ځكه چې معلومه نه ده چې د الله پاك پټ تدبير د ده په باره كښې څه دے؟ بنده دِ هميشه د الله پاك نه ويريږي او خپل ځان دِ ګنهګار ګنړي.

    پاتې شوه په دُنياوي معامَلو كښې احساسِ كمتري: لکه څنګه چې څوك يو مالدار كس اوويني او بيا خپلې غريبئ ته اوګوري نو په احساسِ كمترئ کښې اخته شي چې * دا د بنګلے مالك دے او زه په يو وړوكي كور كښې اوسيږم * دا د خپل كور مالك دے او زه د كرايه په كور كښې اوسيږم * ده سره موټر كار دے او زما سره موټر سائيكل دے * د ده سره موټر سائيكل دے او زما سره سائيكل دے * ده سره سائيكل دے او زه پياده سفر كووم * دا صحت مند دے او زه كمزورے يم * دا تندُرُسته دے او زه بيمار يم، دغه شان د ځان نه اوچتو خلقو ته كتلو سره انسان په احساسِ كمترئ کښې مبتلا كيږى، نو په دې كښې هيڅ فائده نشته، سراسر نُقصان دے بلكه د دې په وجه دغسې زړه خفه کولو سره انسان په حَسَد كښې هُم اخته كيدے شي.

    دغسې به د احساسِ كمترئ [دوه] قِسمونه جوړ شي: (1) په ديني مُعاملاتو كښې د عمل (يعني د نيكو) په اعتبار سره احساسِ كمتري: دا لازمه ده، دا كيدل پكار ده او (2) دُنياوي اعتبار سره  احساسِ كمتري: دا هيڅ ښه څيز نه دے.