Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

نه وي. د دې ښكاره حل دا دے چې بنده خپل صلاحىتونه اوپيژني او د ژوند يو واضحه مقصد جوړ كړي.

    چې كله انسان خپل صلاحيتونه اوپيژني او د هغه صلاحىتونو مطابق د خپل ژوند يو واضحه مقصد مقرر كړي نو بيا هغه د خپل مقصد مطابق ترقي كوي، نورو خلقو ته نه ګوري بلکه خپلو صلاحيتونو بهتر كولو باندې توجه وركوي، په دې باندې د يو مثال په ذريعه ځان پوهه كړئ، هغه داسې چې: يو كس دے چې د هغه كور په كراچئ كښې دے او هغه كار په لاهور كښې كوي، چې كله ورته د كار نه رخصت ميلاو شي نو د كراچئ په ګاډي كښې كښيني او خپل كور طرف ته روان شي. آيا تاسو داسې كس ليدلے دے چې د هغه كور په كراچئ كښې وي خو هغه اسلام آباد طرف ته تلونكو ته کتلو باندې په احساسِ كمترئ كښې اخته کيږي او وائي چې د فلاني څه ښكلے قسمت دے چې اسلام آباد ته روان دے او زه عاجزه كراچئ ته روان يم؟ داسې نه كيږي، په داسې خبرو كښې خلق په احساسِ كمترئ كښې نه اخته کيږي، ولے نه اخته کيږي؟ په دې وجه چې هغه ته پته ده چې زما كور په كراچئ كښې دے، زه به كراچئ ته ځم، ځكه هغه د بل ښار د ګاډي د مسافِر په ليدلو په احساسِ كمترئ كښې نه اخته کيږي. نو ځکه چې مونږه خپل صلاحيتونه اوپيژنو، خپله يوه لاره مقرره كړو نو مونږ به خپل منزل طرف ته روان شو او په احساسِ كمترئ كښې به نه مبتلا کيږو.