Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

    مُحَدِّثِ اعظم پاكستان مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډيرې اوچتې مرتبے انسان دے، هغوئي د انټر ميډيټ (يعنې دولسم جماعت) طالبِ علم وو، يوه ورځ د لاهور په جامع مسجد وزير خان  كښې يوه جلسه منعقد شوه، په هغه جلسه کښې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صاحبزاده حُجَّةُ الاسلام مولانا حامِد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړے وو، مُحَدِّثِ اعظم پاكستان مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه وخت د لږ عمر وو، هغوئي هم په هغه جلسه كښې شريك شو، په دغه موقع هغوئي د حضرت مولانا حامِد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ديدار اوكړو او د هغوئي د لاسونو ښكلولو  سعادت ئې هُم حاصل كړو، بس د ولئِ كامِل د دِيدار كولو بركت وو چې د مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زړه دُنيا بدله شوه، هغوئي د جلسے نه پس د حُجَّةُ الاسلام مولانا حامِد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو چې نور زما دُنياوي علم سره شوق پاتې نه شو، زه علمِ دِين حاصلول غواړم. حُجَّةُ الاسلام مولانا حامِد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي د ځان سره بريلي شريف ته بوتلو، هلته هغوئي مسلسل علمِ دين حاصلولو، تر دې چې هغه وخت راغے چې مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُحَدِّثِ اعظم پاكستان په لقب مشهور شو او په علم و عمل كښې ئې اوچته مرتبه حاصله كړه. د مُحَدِّثِ اعظم پاكستان مزار مبارك د پنجاب ښار فيصل آباد كښې دے.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې د چا څنګه فطرت دے، هغه ته


 

 



[1]...حیاتِ مُحدِّث اعظم، صفحہ:33-34۔