Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مسلمان سره د ملاقات په وخت سلام كول سُنَّت دي. * د سلام كولو په وخت کښې په زړه کښې دا نِيَّت پكار دے چې چا ته سلام كووم د هغه مال او عِزَّت او پرده ټول زما په حِفاظَت کښې دي او زه په دې څيزونو کښې دَخل اندازي كول [كار لرل] حرام ګنړم. * كه په ورځ کښې هر څو ځله ملاقات كيږي، كه د يوے كوټے نه بلې كوټے ته بيا بيا تلَل راتلَل وي، هلته موجودو مسلمانانو ته سلام كول د ثواب كار دے. * په سلام كولو کښې د بل نه مخکښې كيدل سُنَّت دي. * په سلام کښې مخکښې كيدلو والا د الله پاك مُقَرَّب (يعني نزدې بنده) دے. * په سلام کښې مخکښې كيدلو والا د تَكَبُّر نه بَري (يعني آزاد) دے څنګه چې د الله پاک آخري نبي مُحَمَّد عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: وړومبے سلام وئيلو والا د تَکَبُّر  نه بري دے. * [مخکښې] سلام كوونكي باندې 90 رحمتونه او په جواب وركونكي باندې 10 رحمتونه نازليږي. * اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ وئيلو باندې 10 نيكئ حاصليږي. او كه ورسره وَرَحْمَةُ اللهِ اُووائې نو 20 نيكئ به شي. او كه وَبَرَكٰتُهٗ ورسره شامل كړئ نو 30 نيكئ به شي. * بعضې خلق د سلام سره د ”جَنَّتُ الْمقام او دُوزَخُ الحرام“ الفاظ زياتوي، دا غلطه طريقه ده. او دا جمله د لُغَت په اِعتبار سره هم غلطه ده.