Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj

اِمام احمد رضا خان په فتاوٰى رضويه جلد 22 صفحه 409 کښې ليكي: كم نه كم اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ او د دې نه غوره ورسره وَ رَحْمَةُ الله وئيل او د ټولو نه غوره وَ بَرَكٰتُهٗ شامِلَوَل او په دې باندې زياتوالے نشته. كه هغه اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ اووائي نو دا دِ وَعَلَيْكُمُ السَّلَام وَ رَحْمَةُ اللهِ اووائي. او كه هغه اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ وَ  رَحْمَةُ الله اووئيل نو دا دِ وَعَلَيْكُمُ السَّلام وَ رَحْمَةُ الله وَ بَرَكٰتُهٗ اووائي او كه هغه وَ بَرَكٰتُهٗ  پورې اووئيل نو دا دِ هم دومره اووائي ځكه چې په دې زياتوالے نشته. * د سلام جواب فوراً او په دومره اواز کښې وركول واجب دي چې سلام كوونكے ئې واوري. *  سلام او د سلام د  جواب صحيح تَلَفُظّ ياد كړئ. اول ئې زه وائم تاسو ئې واورئ او بيا ئې اووائې: اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ (اَسْ.سَلا.مُ .عَلَیْ.كُمْ) اوس زه جواب وائم بيا ئې تاسو اووائې: وَعَلَيْكُمُ السَّلام (وَ.عَ.لَيْكُ.مُسْ.سَلام).

  مختلف سُنَّتونه او آداب  زده كولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 100 صفحو كتاب 550 سُنَّتيں اور آداب واخلئ او اولولئ ئې. د سنَّتو زده كولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي په مَدَني قافلو كښې عاشقانِ رسول سره د سُنَّتو ډك سفر هم دے.  الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راكړي.        اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد