Book Name:Ehsas e Kamtari Ki Chand Wajohat o Ilaj
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤى اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ (پارہ:26،سورۃالحجرات:11)
مفهوم ترجمۂ کَنْز العِرْفان: اے ايمان والؤ! سړي دِ په نورو سړو پورې نه خاندي، كيدے شي چې هغوئي د دې خندا کوونكو نه بهتر وي.
زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعّانِ وَلَا اللَّعَّانِ وَ لَا الْفَاحِشِ ولا البَذِیِّ مُومِن پيغور وركوونكے نه وي، نه لعنت كوونكے وي، نه د بےحىائې خبرې كوونكے وي، نه [په چا پورې] ټوقې كوونكے وي. [1]
اے عاشِقانِ رسول! دا هم ياد لرئ چې انسان بل انسان جوړ كړے نه دے، بلكه انسان خو الله پاك پيدا كړے دے كوم چې د ټولو جهانونو مالك دے، انسان څنګه پيدا شوے دے؟ راځئ چې د دې په باره كښې آيت مبارَكه واورو،
په ديرشمه سيپاره سُوْرَۃُالتِّیْن، آيت: 4 كښې ارشاد شوے دے:
لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْۤ اَحْسَنِ تَقْوِیْمٍ٘(۴) (پارہ30،سورۃالتین:4)
مفهوم ترجمۂ کَنْز الايمان: بيشكه مونږه انسان په ښه صورت كښې پيدا كړے دے.
په تفسیر صِراطُ الجنان كښې د دې آیت لاندې ليك دي چې: الله پاک د اِينځر، زيتون[يعنې ښونه]، طُورِ سينا او د مَكَّے د ښار قَسَم ذِكر كولو نه پس فرمائي: بيشكه مونږه انسان په ښه شكل و صورت كښې پيدا كړے دے، د ده په اندامونو كښې مو مناسبت کيښودے دے، دا مو د ځناورو په شان ټيټ نه بلكه نيغ اودريدو والا جوړ