Qayamat Kay Din Kay Gawah

Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

ښي او د چا ګَس لاس ته به ئې اورسوي، په عمل نامه باندې به وړومبے ليک دا وي: ([1])

اِقْرَاْ كِتٰبَكَؕ-كَفٰى بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًاؕ(۱۴)  (پاره: 15، سورۀ بني اسرائيل: 14)

ترجمۀ کنزُ الايمان: فرمائيلے به شي خپله عمل نامه اولوله نن ته پخپله د خپل حساب د پاره کافي ئې۔

امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خپله عمل نامه به هر يو پخپله لولي که هغه په دنيا کښې په لوستلو پوهيږي او که نه۔ ([2])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قيامت په ورځ به دا مرحله هم ډيره ګرانه وي، علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د قيامت په ورځ چې به کله بنده ته عمل نامه ورکړے شي، هغه ئې اوګوري چې په هغې کښې د ټولو نه وړه ګناه هم درج ده نو بنده به خپل سر ښکته کړي او ډير به اوشرميږي، الله پاک به فرمائي: اے بنده! سر اوچت کړه۔۔۔!! آيا ته دا ګناه پيژنې؟ بنده به عرض اوکړي: مولیٰ! ستا په عزّت او جلال مې دې قسم وي! زه دا پيژنم۔ الله پاک به فرمائي: بنده! تاته ياد دي، په فلانکئ ورځ، په فلانکي وخت، فلانکي ځائے کښې تا دا ګناه کړې وه؟ بنده به اقرار کوي، الله پاک به فرمائي: تا د خلقو نه په پټه ګناه اوکړه خو تاته دا پته وه چې زه وينم، آيا تا له زما نه حيا نه درتله؟ آيا ته په دې نه پوهيدې چې تاته بيرته زما خوا له راتلل دي؟ دغه وخت به د انسان سره هيڅ جواب نه وي، په دغه وخت به انسان په شرم کښې ډوب وي، هغه ته به د ځان نه کرَکَه ورځي او په ويرې سره به عرض کوي: مولیٰ! ته ما دوزخ ته


 

 



[1]...الضعفاء للعقیلی، جلد:4، صفحہ:1566، حدیث:2105۔

[2]...تفسیرِ کبیر، پارہ:15، سورۂ بنی اسرائیل، تحت الآیۃ:14، جلد:7، صفحہ:309۔