Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah
اوغورځوه، د دې رټلو او شرم په نسبت دوزخ ته تګ زما د پاره آسان دے۔ ([1])
چھپ کے لوگوں سے کیے جس کے گناہ وہ خبردار ہے کیا ہونا ہے
ارے او مجرم بے پَروا دیکھ سر پہ تلوار ہے کیا ہونا ہے([2])
(6): شپږم ګواه: زمونږ اندامونه
د قيامت په ګواهانو کښې شپږم ګواه به زمونږ اندامونه وي، الله پاک فرمائي:
یَّوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ اَلْسِنَتُهُمْ وَ اَیْدِیْهِمْ وَ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ(۲۴) (پارہ:18،سورۂ نور:24)
ترجمۀ کنزُ الايمان: په کومه ورځ چې به په هغوئي ګواهي ورکوي د هغوئي ژبې او د هغوئي لاسونه او د هغوئي ښپې څه چې به ئې کول۔
حضرت عَلَّامه محمود اَلوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيتِ کريمه په وضاحت کښې ليکي چې: د قيامت په ورځ به الله پاک زمونږه اندامونو ته د خبرو کولو طاقت ورکړي، بيا به هر اندام د بنده په باره کښې ګواهي ورکوي چې هغه به د دغه اندامونو نه څه کار اخستو۔ ([3])
آه! ډير ځله آه! لږ سوچ خو اوکړئ! دا به څنګه هوش لرې کوونکې نظاره وي، ښپې به وائي: مولیٰ! په فلانکئ ورځ، په فلانکي وخت فلانکے د ګناه ځائے ته تلے وو، لاسونه به وائي: مولیٰ! ده مونږ په حرامو ګټلو، حرامو خوړلو او حرامو معاملو کښې استعمال کړو، سترګې به وائي: مولیٰ! ده به زمونږ په ذريعه غلط نظر کولو، فلمونه او