Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah
درود او سلام وي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په حديث شريف کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د صحابئ رسول حضرت ابو اُمَامه باهلي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د غيبو علم لرونکي آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: هغه کَس کوم چې به د ټولو په آخر کښې جنّت ته ځي، هغه به پُل صراط باندې په ژړا ژړا بوتللے شي، لکه څنګه چې پلار خپل ځوي وهي نو ځوي د بچ کيدو کوشش کوي،