Qayamat Kay Din Kay Gawah

Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

پوښتنه دا ده چې د ټولو نه زيات عقل مند څوک دے؟ او د ټولو نه غټ جاهل څوک دے؟  منصور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پوښتنې اوريدو سره د جواب لټولو د پاره د محل نه بهر اووتلو، لا بهر وتلے وو چې سمدستي واپس شو، خليفه عبد الملک بن مروان چې هغوئي اوليدل نو اوئې وئيل: اے منصور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! آيا جواب ميلاؤ شو؟ اوئې فرمائيل: آؤ! د ټولو نه زيات عقل مند هغه دے څوک چې د نيکو کولو سره هم ويريږي او د ټولو نه غټ جاهل هغه دے څوک چې ګناه هم کوي، بيا هم د الله پاک د قهر نه نه ويريږي۔

دې اوريدو سره عبد الملک بن مروان په ژړا شو، بيا ئې اووئيل: اے منصور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! په الله پاک مې دې قسم وي! تاسو صحيح اووئيل۔ ماته د زړه شِفَا يعني د قرآنِ کريم يو آيت واوروئ! مَنصُور بن عمّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 3 سيپارې سورۀ آلِ عمران دا آيتِ کريمه اولوستلو:

یَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَیْرٍ مُّحْضَرًا ﳝ- وَّ مَا عَمِلَتْ مِنْ سُوْٓءٍۚۛ    (پاره:3،سورۂ آلِ عمران:30)

ترجمۀ کنزُ الايمان: په کومه ورځ چې هر چا کوم ښه کار کړے وي حاضر به ئې مومي او کوم ئې چې بد کار اوکړو۔

دې اوريدو سره خليفه عبد الملک بن مروان بے هوشه شو، کله چې په هوش کښې راغلے نو اوئې وئيل: اے منصور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! د الله پاک د فرمان:

وَ یُحَذِّرُكُمُ اللّٰهُ نَفْسَهٗؕ     (پارہ:3،سورۂ آلِ عمران:28)

ترجمۀ کنزُ الايمان: او الله تاسو د خپل غضب نه يروي۔