Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah
کړئ۔ ([1])
په يو روايت کښې دي: د قيامت په ورځ به اعلان کيږي: د چا اجر چې د الله پاک په ذِمۀ کرم باندې دے، هغوي راپاڅئ او جنّت ته لاړ شئ، پوښتلے به شي: د چا اَجر د الله پاک په ذِمۀ کرم باندې دے؟ وئيلے به شي: هغوئي څوک چې معاف کوونکي دي۔ دې اوريدو سره به په زرګونو خلق راپاڅي او بے حسابه به جنّت ته داخل شي۔ ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د آخرت د حساب او د هغې د سختئ په نسبت دا څومره آسان عمل دے، چې بنده خپل ګناهونه يادوي او ژاړي، د لمونځونو پابندي کوي، عِلمِ دين زده کړي، په هغې باندې عمل اوکړي، که الله پاک توفيق ورکړي نو د حج سعادت حاصل کړي، د ګناهونو نه بچ شي، حلال اوګټي، په حلاله طريقه ئې اولګوي، د نورو د معاف کولو عادت خپل کړي نو د الله پاک په رحمت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بے حسابه جنّت ته داخليدل نصيب شي۔
د قيامت په ورځ د حساب د سختئ نه د بچ کيدو او بے حسابه جنّت ته د تللو د پاره يو بل ډير ښکلے عمل دے او هغه دا دے چې: خپله جائزه اخستل۔ امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د قيامت په ورځ به د هغه خلقو حساب آسان وي څوک چې نن په دنيا کښې د الله پاک د رضا د پاره خپله مُحَاسبه (يعني جائزه) کوي، هغه داسې