Qayamat Kay Din Kay Gawah

Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

د هغه کَس به هم داسې حالت وي، د هغه عملونه به د دې لائق نه وي چې په پُل صراط ئې واړوي۔ هغه به ګنهګاران د دوزخ په شا ساتي، په تيارو کښې ډوب شوي، د تورې نه تيره او د ويښتنه نه په نري پُل صراط به په ژړا ژړا خپل رَبِّ کريم ته چغې وهي: یَا رَبِّ! بَلِّغْ بِیَ الْجَنَّۃَ وَ نَجِّنِی مِنَ النَّارِ يعني اے رَبِّ کريمه! ما جنّت ته اوليږه، اے زما رحمان او رحيم الله پاکه! ما ته د دوزخ نه خلاصے را عطا کړه۔ الله پاک به فرمائي: اے بنده! که چرې زه تا د دوزخ نه خلاص کړم او جنّت درته عطا کړم نو ته به د خپلو ګناهونو او خطاګانو اقرار اوکړې؟ بنده به عرض اوکړي: آؤ، اے رَبِّ کريمه! ستا په عزّت او جلال مې دې قسم وي! که چرې ماته د دوزخ نه خلاصے نصيب شي نو خامخا به د خپلو ګناهونو اقرار اوکړم۔ نو داسې به هغه په پُلِ صراط په آسانه سره تير کړے شي۔ اوس به بنده سوچ کوي: که چرې ما د خپلو ګناهونو اقرار اوکړو نو هسې نه چې بيا دوزخ ته اوغورځولے شم۔ (دا به هم په دې سوچونو کښې وي چې په دغه وخت به) الله اوفرمائي: اے بنده د خپلو ګناهونو اقرار اوکړه! زه به تا اوبخښم، تاته به جنّت عطا کړم۔

بنده به وائي: نه مولیٰ! ستا په عزّت مې دې قسم وي! ما خو چرې هيڅ ګناه نه ده کړې، نه زما نه څه خطا شوې ده۔ الله پاک به فرمائي اے بنده! زما سره ستا خلاف ګواهان دي۔ بنده به ويريږي او اخوا ديخوا به ګوري، څوک به ورته نه ښکاري نو عرض به اوکړي: اے الله پاکه! ګواهان کوم دي؟ اوس به د الله پاک په حکم سره د ده څرمن خبرې کوي او د ده ټول واړه ګناهونه به بيان کړي۔ اوس به ده ته معلومه شي چې د بچ کيدو هيڅ حالت نشته، نو هم داسې به هغه د خپلو ګناهونو اقرار کوي او عرض  به