Qayamat Kay Din Kay Gawah

Book Name:Qayamat Kay Din Kay Gawah

اوغورځوئ۔۔۔!! اوس به هغه بنده عرض اوکړي: اے کريم رَبَّه! ته اَرْحَمُ الرَّاحِمِین (يعني د ټولو نه زيات رحم کوونکے) ئې، په ما ګنهګار به ستا رَحمت کله وريږي؟ الله پاک به فرمائي: زما رحمت د منونکو د پاره دے، ته خپل ګناهونه اومنه! ستا به رحمت نصيب شي۔ بنده به سمدستي عرض اوکړي: زه خپل ټول ګناهونه منم، دا خو بس د دوزخ ويره وه، د کومې په سبب چې ما د اُلټا پلټا دليلونو ورکولو کوشش کولو۔ اوس به حکم اوشي: اے فرښتوٍ! زما بنده زما په رحمت سره زما جنّت ته بوځئ! بے شکه دا ما اوبخښلو۔ ([1])

نہ کرنا حشر میں پُرسش، مری ہوبےسبب بخشش   عطا کر باغِ فِرْدَوس از پئے شاہِ اُمَمْ مولیٰ!

خِرَد کرتی نہیں اب کام، اِلٰہی!  میں ہُوا ناکام     تجھی سے التجا ہے مجھ پہ کر رحم و کرم مولیٰ!

تُو بس رہنا سدا راضی، نہیں ہے تابِ ناراضی    تُو ناخوش جس سے ہو برباد ہے تیری قسم مولیٰ!([2])

اے عاشقانِ رَسُول! دا دواړه ګنهګاران به رَبِّ کريم اوبخښي، د ګناهونو باوجود به ئې جنّت ته داخل کړي، يقيناً دا د هغه رحمت دے خو غور اوکړئ! معامله څومره ګرانه ده، آه! د قيامت په ورځ به بهانې نه چليږي، نن خو به د ژبې چلولو سره نورو له دهوکې ورکړو، د اُلټا پلټا بهانو جوړولو سره به ئې زړونه وګټو، ځانله به د دروغو تسلي ورکړو خو آه! د قيامت په ورځ چې به رَبِّ قَهّار جَلَّ جَلَاله په حضور کښې حاضري وي، په ګناهونو لړلے شوې، توره عمل نامه به په لاس کښې راکولے شي، په هغه وخت کښې به د انکار څه صُورت نه جوړيږي، زمونږ خپل اندامونه، خپل لاسونه، خپلې ښپې،


 

 



[1]...دُرَّۃُ النَّاصحین،جلد:2،صفحہ:381تا385 ملتقطاً۔

[2]...وسائلِ بخشش، صفحہ:97و98ملتقطاً۔