Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
رامخې ته شول، ډير په زړه خوښئ سره ئې اووئيل: تاسو ته څه عرض کول دي. زه په ژوند کښې په وړومبي ځل چا په دومره محبت سره مخاطب کړے ووم، اسلامي ورونړو زما نه زما د نوم پوښتنه اوکړه، بيا ئې ماته د شبِ براءَت د اهميت په باره کښې اووئيل، زه د هغوئي د شفقت نه په ډک انداز د خبرو کولو نه د مخکښې نه متاثره شوے ووم، نور چې مې ترې د شبِ براءَت عظمت واوريدو نو ضمير ته احساس اوشو چې نن شپه رَبِّ کائنات غټ غټ ګنهنګاران بخښې خو آه! نشه کوونکے بد نصيبه په دې شپه هم د بخښنې نه محرومه وي، دې سوچ کولو سره دې فِکر کښې زه ډير حيران شوم، د هغه اسلامي ورونړو محنت رنګ راوړو او زه د هغوئي سره د جُمات په لور روان شوم، ما غُسل اوکړو، جامې مې بدلې کړې، آه! نن زه 16 کاله پس جُمات ته ننوتلم، ما چې کله د لمانځه نيت اوکړو نو په ما باندې غونے ځيګ ځيګ شو، زما د سترګو نه اوښکې بهيدلې، ما تر ډيره وخته پورې خپل ګناهونه يادول او ژړل مې، د الله پاک نه مې معافي غوښتله. په اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ باندې او په دعوتِ اسلامي باندې دې د رَبِّ کريم کروړونه رحمتونه نازل کړي چې د دوئي په وجه يو تختيدلے غلام د خپل مولیٰ په بارګاه کښې حاضِر شو. ([1])
آ جاؤ گنہگارو! بدکارو! سیہ کارو! بے شک رہِ جنّت ہے دعوتِ اسلامی
اسلام کی دعوت ہے، یہ دعوتِ اسلامی اور داعِیِ سنّت ہے ، یہ دعوتِ اسلامی
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا ده ستاسو دعوتِ اسلامي...!! د چا نه چې د بيزاره کيدو سره خپل کور والا (هغه) د کور نه ويستلو، خلقو به ترې کرَکه کوله، د معاشرې