Dawateislami Islah e Muashra

Book Name:Dawateislami Islah e Muashra

عذاب انتظار کول پکار دي. ([1]) 

د الله پاک د محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادِ پاک دے چې: په تاسو کښې به څوک تر هغه وخته پورې (پوره) مسلمان نه وي، تر څور پورې چې زه هغه ته د هغه د مور، پلار، اولاد او د ټولو خلقو نه زيات ګران (خوښ) نه شم. ([2]) 

محمد ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم )کی محبّت دینِ حق کی شرطِ اَوَّل ہے اسی میں ہو اگر خامی تو سب کچھ نامکمل ہے

يو شاعِر وئيلي وو:

قوموں کے لئے موت ہے مرکز  سے جُدائی

چې ښاخ کله د ونې نه رامات شي او راپريوځي نو هغه ميوه نه کوي، هغه تر زيات وخته پورې شين نشي پاتې کيدے، ډير زر وَچيږي، بيا هغه په اور پسې کولے شي، دغه شان چې قوم کله د خپل مرکز نه بيل شي نو د زياتې مودې پورې ژوندے نه شي پاتې کيدے، ډير زر تباه او برباديږي.

زمونږ د مسلمانانو مرکز څه دے؟ زمونږه مرکز رسولِ خدا، امامُ الاَنبياء، احمدِ مجتبيٰ، محمد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، ځکه چې تر څو پورې مسلمان د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ذريعه د خپل مرکز سره مضبوط اونه تړلے شي، تر هغه وخته پورې نه د معاشرې اِصلاح کيدے شي او نه معاشره د ترقئ په لور پر مختګ کولے شي.


 

 



[1]... تمہید الایمان ،صفحہ:55۔

[2]... بخاری،کتاب بدء الایمان،باب حب الرسول من الایمان،صفحہ:74،حدیث:15۔