Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
الله پاک نه ويره هغه عظيم نعمت دے، کوم چې د انسان ظاهر او باطن صحيح کوي، بيا انسان د خلقو په مخکښې هم د ګناهونو نه ځان بچ ساتي او چې ځانله شي چې بيا هم د ګناه په لور ګام نه اخلي.
په اِحيَاءُ العُلوم کښې دي: د الله پاک نه ويره د الله پاک او د بنده په مينځ کښې يو لګام دے، کله چې دا لګام مات شي نو بنده هلاکيږي. ([1])
علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک نه د ويرې په ذريعه بنده ته پاکي ميلاويږي، تقویٰ نصيب کيږي، دا د الله پاک نه ويره ده چې د نفس خواهشونه سوزوي او د الله پاک د ويرې په ذريعه انسان الله پاک ته نزدې کيدونکي عملونه کوي. ([2])
دعوتِ اسلامي او د الله پاک نه ويرې ته وده ورکول
اے عاشقانِ رَسُول! په اوسني دور کښي مادِيّت پرستي عامه ده، خلق د عقل نه کار اخلي، په زړونو غفلت خور دے، داسې هم خبرونه دي چې پلار ئې وفات شو، د کور نه بهر د ايصالِ ثواب محفل راجوړ دے او اولاد په کور کښي دننه په فلمونو او ډرامو کتلو کښي مصروفه دے.
الله اکبر! چې داسې حالات وي نو د الله پاک نه د ويرې هډو سوچ هم نشي کيدے خو قربان شم! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي هغه ديني تحريک دے کوم چې په اوسني وخت کښې