Dawateislami Islah e Muashra

Book Name:Dawateislami Islah e Muashra

مذاکره کوي (يعني د ټولې دنيا نه د عاشقانِ رسول د پوښتنو جوابونه) ورکوي، د الله پاک په فضل او کرم سره مدني مذاکره د شريعت او طريقت، د عِلمِ ظاهري او عِلمِ باطني زده کولو بهترينه ذريعه ده * د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې يو کار دے: دَرس. عاشقانِ رسول په جماتونو کښې درس ورکوي، د دې نه هم عِلمِ دين عام کيږي، دغه شان په کوڅو، بازارونو، سکولونو، کالجونو وغيره کښې چوک درس هم کيږي، هغه خلق څوک چې په جماتونو کښې د حاضرئ نه محرومه وي يا په بل څه وجه باندې په جمات کښې د درس اوريدو نه محرومه پاتې کيږي، د چوک درس په برکت سره هغوئي ته هم عِلمِ دين رسي * د ذيلي حلقې په 12 ديني کارونو کښې د دين يو کار دے: د تفسير اوريدو او اورولو حلقه: عاشقانِ رسول د سحر د لمانځه نه پس په جماتونو کښې دا حلقه لګوي، په دې کښې د تفسيرِ صراط الجنان نه 2 مخونه د ترجمې او تفسير سره د لوستو او اوريدو ترکيب وي، دَرسِ فيضانِ سُنّت هم وي او اَوراد او وظيفې هم لوستلے شي * مدني قافله: د عِلمِ دين زده کولو، نورو ته د رسولو او د ځان او د نورو خلقو د اصلاح د کوشش بهترينه ذريعه ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په ټوله دنيا کښې په لکونو عاشقانِ رسول د 3 ورځو، 12 ورځو، يوې مياشت او 12 مياشتو په مدني قافلو کښې سفر کوي، دا خوش قسمته  پخپله هم عِلمِ دين زده کوي او نورو ته ئې هم رسوي * هفته واره رساله مطالعه: هره هفته د ټولې دنيا عاشقانِ رسول ته د يوې رسالې لوستو هدف ورکولے شي. وړه او ډيره معلوماتي رساله وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په ټوله دنيا کښې په لکونو عاشقانِ رسول د دې رسالې د لوستو او آډيو اوريدو سعادت حاصلوي * دغه شان د دعوتِ اسلامي خاص علمي او تحقيقي شعبه ده: المدینۃ العلمیه (اسلامِک ریسرچ سنټر). په دې شعبه کښې مدني