Dawateislami Islah e Muashra

Book Name:Dawateislami Islah e Muashra

عالمان صاحبان په نوو نوو موضوعاتو باندې ديني کتابونه او رسالې ليکي کومې چې د لوستلو شوق لرونکو حضراتو د علم د تندې ماتولو سبب جوړيږي * داسې د دعوتِ اسلامي يوه شعبه ده: دارُ السّنَّه: د ملک دننه او د بهر ملکونو په مختلفو ښارونو کښې دا شعبه جوړه ده، د دې شعبې خاص خبره دا ده چې په دې کښې د وخت هيڅ قيد نشته، څوک چې څومره وخت په آسانئ سره ورکولے شي، دارُ السُّنه ته د راتلو او د عِلمِ دين زده کولو سعادت حاصلولے شي * مدني چينل: يو برقي مبلغ، کوم چې د الله پاک په فضل باندې کور کور ته د رسيدو او د عِلمِ دين په فيضان عام کولو کښې مصروف دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په مدني چينل څه مشهورتيا نه راځي، د ساز او موسيقئ نه بالکل پاک دے، په 24 ګهنټو کښې چې کله هم تاسو ته موقع ميلاؤ شي، مدني چينل اولګوئ او د علمِ دين د لعلونو نه لمن ډکول شروع کړئ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! مدني چينل د دعوتِ اسلامي هغه ممتازه او بے مثاله کارنامه ده، کومې چې په معاشره کښې د زرګونو خلقو ژوند بدل کړے دے، مدني چينل په کور کښې د کښيناستو سره عِلمِ دين ښائي او کورونه د امن نه ډکوي * سوشل ميډيا: د کمپيوټر په دې دور کښې ټيکنالوجي خپل عروج ته رسيدلې ده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي د دې جديد ټيکنالوجئ په ذريعه باندې په عِلمِ دين خپرولو کښې مصروفه ده، په فیس بک (Facebook)، انسټا ګرام (Instragram)، واټس ایپ (Whats App)، ټوئيټر (Twitter) او یوټیوب(Youtube)  وغیرہ باندې د دعوتِ اسلامي مختلف پيجز جوړ شوي دي، ويب سائټس هم شته، د کومو په ذريعه چې د قرآن او سُنَّت پيغام عام کولے شي، د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ مختلف ايپلي کيشنز جوړوي، مثلاً تفسيرِ صراط الجنان موبائل ايپلي کيشن: د دې په ذريعه قرآنِ