Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
دے په کوم کښې چې د جرمونو د پاره هيڅ ځائے نشته. ما دې وئيلو ته پريږدئ چې زما په شان جرمونه کوونکے ګنهګار څوک چې د پوليس دردناکه وهلو هم صحيح نه کړو خو د دعوتِ اسلامي ديني ماحول او د اسلامي ورونړو شفقت زما اوده ضمير راويخ کړو او زما د سمولو لار ئې جوړه کړه. ([1])
شہا! ایسا جذبہ پاؤں کہ میں خوب سیکھ جاؤں تیری سنتیں سکھانا مَدَنی مدینے والے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا ده ستاسو دعوتِ اسلامي...!! د وړو ماشومانو نه واخله تر د مشرانو پورې، د معاشرې هرې طبقې، هر کَس ته عِلمِ دين رَسَوَل، سُنَّت عام کول د دعوتِ اسلامي مشن دے او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي په دې کښې کاميابه هم ده او نور مخ په وړاندې سفر هم روان دے.
راځئ مدني مقصد بيا وايو: ما ته د خپل ځان او د ټولې دنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
اللہ! کرم ایسا کرے تجھ پہ جہاں میں اے دعوتِ اسلامی تِری دھوم مچی ہو
د دعوتِ اسلامي يوه ممتازه کارنامه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د معاشرې يو ډير افسوسناک اړخ دے، هغه دا چې زمونږه په معاشره کښې ويونکي ډير دي، کار کوونکي کم دي، دا ټول وائي چې خپله اِصلاح اوکړئ! د ټولې معاشرې اِصلاح به اوشي. لوئي لوئي مفکر، تجزبه