Dawateislami Islah e Muashra

Book Name:Dawateislami Islah e Muashra

نګار، تبصره کوونکي ټول دا وائي خو په سنجيدګئ سره خپلې اِصلاح ته د پام کوونکو شميره بالکل کمه ده بلکه د نشت برابر ده.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دعوتِ اسلامي دا ممتازه کارنامه ده چې دعوتِ اسلامي دا مدني مقصد ورکړے دے چې: ما ته د خپل ځان او د ټولې دنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي. لکه د دعوتِ اسلامي کار چې د خپلې اِصلاح نه شروع کيږي. بيا دا هم ده چې دعوتِ اسلامي صرف دا مقصد ورنکړو بلکه خپله اِصلاح څنګه کول دي؟ د دې طريقه به څه وي؟ دعوتِ اسلامي د دې ټول نظام ورکوي.

الله پاک دې په شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ رحمتونه نازِل کړي، هغوئي د ټولې دنيا عاشقانِ رسول ته د نيک اَعمَال ډالئ عطا کړه، د اسلامي ورونړو د پاره 72 نيک اعمال، د اسلامي خوئيندو د پاره 63، د مدرسۃ المدینه د ماشومانو د پاره 40، د جامعۃ المدینه د طالب علمانو د پاره 92 نيک اَعمال. نيک اَعمال نومې يوه رساله ده، په دې کښې مختلف سوالونه ليکلے شي، د هر سوال لاندې خالي خانې وي، هره ورځ په ټاکلے شوي وخت کښې د دغه سوالونو لوستو سره د خپلې ټولې ورځې د عملونو جائزه اخستل او خانې ډَکَوَل وي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په ټوله دنيا کښې په لکونو عاشقانِ رسول دي څوک چې نيک اعمال رساله ډَکَوي او د دې په ذريعه د خپلې جائزې اخستو سره د اصلاح کوشش کوي. د الله پاک په فضل سره په اوسني دور کښې دا د دعوتِ اسلامي ممتازه کارنامه ده چې دعوتِ اسلامي