Dawateislami Islah e Muashra

Book Name:Dawateislami Islah e Muashra

دوستان نيک نه شول نو د هغوئي خرابي به ما ته هم رارسي. ځکه زه د دوستانو د پاره دعا کووم. ([1])

معلومه شوه چې د نيک جوړيدو او په نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره نيک صحبت ميلاويدل ډير ضروري دي خو په اوسني وخت کښې چې نيک صحبت ميلاؤ شي، دا ډيره ګرانه خبره ده، د ګناهونو داسې سيلاب راغلے دے چې نيکان خلق په لټولو هم نه ميلاويږي، خاص طور په ځلمي کُل کښې چې نيکان ميلاؤ شي، ډيره ګرانه خبره ده. داسې نه ده چې نيکان خلق په دنيا کښې هډو شته نه، ګرانه دا ده چې ميلاويږي ډير په ګرانه.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دا هم د دعوتِ اسلامي کارنامه ده چې نيک صحبت ورکول ئې آسان کړي دي. د نن نه تقريباً 41 کاله مخکښې يو مردِ قلندر راپاڅيدلے وو، هغوئي د نيکئ دعوت عام کول شروع کړل، د ډيوو نه ئې ډيوې بلې کړې، نن اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په ټوله دنيا کښې په لکونو، کروړونو عاشقانِ رسول موجود دي.

اکیلا ہی چلا تھا جانِبِ مَنْزِل مگر           اِک اِک آتا گیا کارواں بنتا گیا

که تاسو ته نيکان دوستان پکار وي! نو فيضانِ مدينه ته تشريف راوړئ! نيک لمونځ کوونکي به ميلاؤ شي، په کوڅه کوڅه، ښار ښار کښې عاشقانِ رسول موجود دي، که چرې بالفرض تاسو ته په يو ځائے کښې د عاشقانِ رسول صحبت ميلاؤ نه شي


 

 



[1]...کشف المحجوب مترجم، صفحہ:499بتغیر۔