Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
کمې خبرې کول سُنَّتِ مصطفٰے دے
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1): د انسان په خاموشئ باندې قائم پاتې کيدل د 60 کاله عبادت نه بهتر دي ([2]) (2): خاموشي د اعلیٰ درجې عبادت دے. ([3])
اے عاشقانِ رَسُول! کمې خبرې کول سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے * اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوږدې خاموشئ والا وو ([4]) * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير د خلقو سره خبرې نه کولې، د هند بن ابو هاله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان دے چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ضرورت نه بغير خبرې نه کولې بلکه اکثر به خاموشه پاتې کيدلو ([5]) د خاموشئ نه مراد دے: د دنيا د کلام (يعني خبرو کولو) نه خاموشي ګنې نو د حضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژبه مبارکه به د الله