Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
محبوبه ( صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم )! هميشه وَعظ او نصيحت کوئ چې بے شکه وعظ او نصيحت د ايمان والوو بصيرت زياتوي او په ايمان او يقين کښې اِضافه کوي. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې د نيکئ دعوت ورکول په يو وخت کښې هم نه دي پريښودل پکار، چې حالات هر څنګه وي، بنده دې د نيکئ دعوت ورکوي، د بدئ نه دې منع کوي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به فائده وي، نقصان پکښې نشته.
په تفسيرِ صراطُ الجنان کښې دي: د نيکئ د دعوت ورکولو يوه فائده دا ده چې څوک چې پوهه کړے شي، د هغه په باره کښې طمع وي چې هغه به بد کارونه پريږدي او نيک کارونه به شروع کړي، دويمه فائده دا ده چې د نيکئ د دعوت ورکولو او د بدئ نه د منع کولو ذِمه واري پوره کيږي. ([2])
د امام فخر الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده چې: کافِران هم پوهه کوئ! ممکنه ده چې د نيکئ د دعوت په برکت سره هغوئي ايمان راوړي، داسې به هغوئي ته هم فائده اورسي، او که چرې هغوئي ايمان را نه وړي، بيا هم فائده ده چې د نيکئ د دعوت ورکولو ثواب به نصيب شي. ([3])
میں نیکی کی دعوت کی دھومیں مچاؤں تُو کر ایسا جذبہ عطا یا الٰہی!