Book Name:Dawateislami Islah e Muashra
جَنَّتُ الفردوس د چا د پاره دے؟
حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې: جَنَّتُ الفردوس خاص د هغه کَس د پاره دے څوک چې د نيکئ حکم کوي او د بدئ نه منع کوي. ([1])
د معاشرې اِصلاح د دين بنيادي مقصد دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د معاشرې اِصلاح د دين د اهم او بنيادي مقصدونو نه ډير اهم مقصد دے. په 13 سيپاره، سورۀ ابراهيم، آيت نمبر: 1 کښې الله پاک فرمائي:
الٓرٰ- كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِ جَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَى النُّوْرِ (پارہ:13 ،سورۂ ابراہیم:1)
ترجمۀ کنزُ الايمان: يو کتاب دے چې مونږه ستاسو په لور نازل کړو چې تاسو د تيروو نه رنړا ته راولم.
معلومه شوه چې د قرآنِ کريم د نازليدو يو اهم مقصد دا هم دے چې د دې په ذريعه د معاشرې خلق د تيروو نه راويستلے شي او نور او رنړا ته راوستے شي. څوک چې د کُفر په تيروو کښې ډغرې وهي، هغوئي د ايمان په لور راوستے شي * څوک چې د ګناهونو په تيروو کښې دي، هغوئي د نيکئ د نور په لور راوستے شي * څوک چې د جهالت په تيروو کښې دي، هغوئي د عِلمِ دين په نور ښائسته کړے شي * څوک چې د بد اِخلاقئ او د بد کردار په تيروو کښې دي، هغوئي د اعلیٰ اخلاقو او کردار د نور په لور راوستے شي * څوک چې د نفس په خواهشونو پسې روان دي، هغوئي د اطاعت