بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

په ځائے د کور ورانولو شکل اختيار کړو نو وائي به: اومو کتل...!! په صَفَره کښې مو واده کړے وو، صَفَره خو سپيره مياشت ده * د سحر لمَانځه وخت تيريدو نه پس ښه په مزه راپاڅيدو، زر زر ئې تياري اوکړه، دکان يا دفتر ته اُورسيدلو، څه مسئله اوشوه، آمدن کم شو يا مالک ورته ردې بدې اووئيلې نو قصور د چا؟ سحر چې پاڅيدو او د چا مخ ئې ليدلے وو د هغه، يا د تورې پيشو چې په مخه ئې تيره شوې وه. اَلاَمان وَ الحَفِيظ!

اے عاشقانِ رَسُول! قصور نه د صَفَرې د مياشت دے، نه د پيشو دے، قصور خپل دے، که چرې ښه کار د الله پاک د مبارک نوم نه شروع کړے شوے وے، که ربِّ کريم په بارګاه كښې د شکر سجده شوې وے نو برکت به وو، كله چې د شيطان د خوشحالوونکو کارونو نه شروع اوکړے شوه، د الله پاک نوم وانخستے شو نو  برکت به د چرته نه راشي؟

      داسې نورې هم بدفالئ کيږي، د ورځو نه بدفالي اخلي، د ځناورو نه بدفالي اخلي، تر دې پورې چې د شمير د نمبرو مثلاً د 13 نمبر نه هم بدفالي اخلي. الله پاک دې زمونږه حفاظت اوکړي! چې په داسې بدفالئ او وَهم پرستئ کښې اخته نه شو او په خپلو عادتونو او معمولاتو غور اوکړو، د ناکامئ چې کومه اصل وجه ده، د هغې د لټولو کوشش اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! فائده به وي. الله پاک دې مونږ ټولو له عقلِ سليم راکړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم