Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat
مهے په جال کښې اونښتو، هغه راوړو او وزير له ئې د ډالئ په طور ورکړو، وزير د پخولو د پاره جينئ ته ورکړو. جينئ د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره مهے واخستلو، بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلو سره ئې د هغه مهي خيټه سِرې کړه نو په هغې کښې ګوتئ را اوختله. هغې د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلو سره ګوتئ په جيب کښې کيښوده او مهے ئې پوخ کړو او د پلار مخې ته ئې کيښودو. د ډوډئ خوړلو نه پس چې کله د دربار وخت شو، پلار د جينئ نه ګوتئ اوغوښتله، هغې نوې مسلمانې شوې جينئ د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره ګوتئ د جيب نه راواخستله او خپل پلار له ئې ورکړه. پلار ئې چې دا اوليدله نو ډير حيرانه شو، داسې الله پاک د بِسْمِ الله عاشقه د وژلو نه محفوظه کړه.[1]
سُبْحٰنَ اللّٰہ! تاسو اوليدل! توره پيشو يا بل يو وهم څه ركاوَټ جوړ شو، د جينئ د پلار پوره کوشش هم هيڅ اونکړه او د بِسْمِ الله په برکت جينئ په خپل کار (يعني د ګوتئ په حفاظت) کښې هم کاميابه شوه او د وژلو نه هم بچ شوه. د الله پاک په نوم کښې هم واقعي برکت دے، مونږ له پكار دي چې مونږه هم بدفالي پريږدو، د بِسْمِ الله وئيلو عادت جوړ کړو، که چرې يقين پوخ وي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! برکتونه به هم نصيب شي.