Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat
نوم دې اخلي (يعني بِسْمِ الله دې لولي) او که چرې په شروع کښې بِسْمِ الله وئيل هير شي نو داسې دې اووائي: بِسْمِ اللّٰہِ اَوَّلَہ ٗ وَ اٰخِرَہٗ.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! کله چې هم طعام خورئ نو په ياد سره بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولئ. څوک چې د طعام خوړلو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہِ شريف نه لولي د هغه په خوراک کښې قَرِين نومې شيطان هم شريك كيږي.
يو ځل صحابئ رسول حضرت خالِد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته يو څو مجوسيانو عرض اوکړو: تاسو مونږ ته څه داسې نښه اوښائې چې د هغې په وجه په مونږه باندې د اسلام حق كيدل واضحه شي. حضرت خالِد بن وليد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تيز زهر را اوغوښتل او د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره ئې اوڅښل. د بِسْمِ الله په برکت سره هغه تيزو زهرو په هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې هيڅ اثر اونکړو. دې نظارې ليدلو سره مَجوسيانو (يعني د اور عبادت کوونکو) بےساخته اووئيل: دينِ اِسلام حق دے.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې د خوراک څښاک نه مخکښې د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره چرته د آخِرت عظيم ثواب دے هم هلته په دُنيا کښې هم د دې فائده دا ده چې که چرې د خوراک څښاک په څيزونو کښې څه ضرر رسوونکے څيز شامل هم وي نو هغه به