بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

لاړلو نو يو تعويذ ئې ورله ورکړو او اوئې فرمائيل: دا د پرانستو سره مه ګوره. د هغوئي د تللو نه پس هغه کَس تعويذ اوتړلو، فوراً ئې تبه لاړه. هغه صبر اونکړے شو، چې تعويذ ئې پرانستو او اوئې ليدل چې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکلے شوې وه. په زړه کښې ئې وسوسه راغله چې دا خو هر څوک ليکلے شي! په عقيدت کښې د کمي راتلو سره پرې سمدستي تبه بيرته راغله. هغه اويريدو او د حضرت په خدمت کښې حاضر شو او د غلطئ معافي ئې اوغوښتله. شيخ بيا تعويذ جوړ کړو او په خپلو لاسونو مبارکو ئې اوتړلو، تبه فوراً لاړه. دا ځل ئې د کتلو نه منع کړے نه وو خو د ويرې نه ئې د پرانستو سره اونه کتلو. په آخر کښې د يو کال نه پس چې هغه پرانستو او اوئې کتل نو هم هغه بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکلے شوې وه.[1]

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! واقعي چې د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ډير برکتونه دي او په دې کښې د بيمارو علاج هم دے. د دې حکايت نه دا درس ميلاؤ شو چې که چرې بزرګانِ دين، د الله پاک نيک بندګان که چرې د يو مُباح (يعني جائزه) خبرې نه هم منع کړي نو د نه پوهيدلو باوجود هم د هغې نه ځان ساتل پکار دي. دا درس هم ميلاؤ شو چې تعويذ د پرانستلو سره کتل نه دي پکار چې د دې سره د اعتبار ختميدو انديښنه وي. بيا د دې د راغونډولو د خاص طريقې سره سره د راټولولو په وخت


 

 



[1]... فیضان سنت،صفحہ :63.