بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

يو ځل دُرُود شريف) اولولي. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه هر حاجت به پوره شي. اوس که هغه حاجت د څه ښيګړې موندلو وي او که د بدئ د لرې کيدو يا د کاروبار د چليدو د پاره وي.[1]

(2) څوک چې د اوده کيدو په وخت بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 21 ځله (اوّل و آخِر يو ځل درود شريف) اولولي اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! هغه شپه به د شيطان، غلا، د ناڅاپه مرګ او هر قسمه آفت او بلا نه محفوظ وي.

(3) کوم کَس چې د لمَر راختو په وخت لمَر طرف ته مخ کړي او بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 300 ځله او درود شريف 300 ځله اولولي الله پاک به هغه ته د داسې ځائے نه رِزق عطا کړي د کوم ځائے نه چې به د هغه ګمان هم نه وي او (هره ورځ د لوستلو سره به) اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په يو کال کښې دننه دننه مالداره شي.

(4) کُند ذِهن (يعني هغه کَس چې څه ورته ياديږي نه) که چرې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 786 ځله (اوّل و آخر يو ځل درود شريف) اولولي او په اوبو باندې د دمولو سره ئې څښي نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه حافظه به مضبوطه شي او چې کومه خبره اوري هغه به ورته ياديږي.

(5) که چرې قحط راشي نو بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 61 ځله (اوّل و آخر يو ځل درود شريف) اولولئ (بيا دُعا اوکړئ) اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! باران به کيږي.[2]


 

 



[1]... شمسُ المعارف مترجَم ،صفحہ:74  بتغیر قلیل .

[2]... شمسُ المعارف مترجَم ،صفحہ:74  بتغیر قلیل.