بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

(6) بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم په کاغذ باندې 35 ځله (اوّل و آخر يو ځل درود شريف) اوليکئ او په کور کښې ئې زوړند کړئ اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! شيطان به نه راځي او ډير برکت به وي. که چرې په دکان کښې ئې زوړند کړئ نو اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! کاروبار به مو ډير ښه شي.

(7) په يكم محرَّمُ الحرام چې څوک بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 130 ځله پخپله اوليکي (يا په بل چا ئې اوليکي) څوک ئې چې د ځان سره اوساتي (يا د پلاسټک کوټنګ کولو سره په کپړا، ريګزين يا څرمن کښې اوګنډي) اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! ټول عمر به هغه ته يا د هغه په کور کښې چا ته څه نقصان نه رسي.

(8) بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 70 ځله اوليکئ او د مړي سره ئې په کفن کښې کيږدئ. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د مُنکر نَکير معامله به پرې آسانه شي.[1] (بهتره دا ده چې د مړي د مخ مخې ته د قبلې په لور ديوال کښې د محراب په شان تاخ جوړ کړے شي او په هغې کښې کيښودے شي، دې سره سره عهد نامه او د مړي د پير صاحب شجره وغيره هم کيږدئ)

(9) د جامو ويستلو په وخت د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وئيلو سره پيريان ستر نه شي ليدلے. د کمرې دروازه، کړکئ، د المَارئ درازونه چې څومره ځله بيرته کوئ بندوئ، د جامو، لوښو وغيره هر څيز ايښودلو راخستلو په وخت هر ځل د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلو عادت جوړ کړئ. اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم!


 

 



[1]... شمسُ المعارف مترجَم ،صفحہ:75  بتغیر قلیل.