بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

سرکشه پيريان به ستاسو کور ته د راننوتو، غلا او ستاسو د څيزونو د استعمالولو نه ډډه کوي.[1]

(10) سر په تيلو د غوړولو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اولولئ ګنې 70 شيطانان به په سر کښې په تيلو اچولو کښې شريک شي.

(11) د کور د دروازې بندولو په وخت په ياد سره بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولئ اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! شيطان او سرکشه پيريان به کور ته نه شي راننوتے.

(12) د شپې د خوراک څښاک لوښي د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلو سره پټ کړئ، که چرې د پټولو د پاره څه څيز نه وي نو بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اووائې او د لوښي په خُله باندې ډَکے وغيره کيږدئ. د مسلم شريف په يو روايت کښې دي: په کال کښې يوه شپه داسې راځي چې په هغې کښې وبا راځي کوم لوښے چې پټ نه وي، كله چې په هغه ځائے هغه وبا تيريږي نو په هغه لوښي کښې پريوځي.[2]

(13) د اوده کيدو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اولولئ 3 ځله بستره څنډئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د ضرر رسوونکي څيزونو نه به درته پناه حاصله شي.

(14) کاروبار کښې د جائز لين دين په وخت يعني چې کله د چا نه [څه] اخلئ نو بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لولئ او چې کله چا له [څه] ورکوئ نو


 

 



[1]... عَمَلُ الْیَوْمِ واللیلۃ لا بن سُنّی ،باب التسمیۃ عند الجلوس علی الخلاء،صفحہ:30 ،حدیث:21 ماخوذاً.

[2]... مسلم،کتاب الاشربۃ،باب الامر بتغطیۃ الاناء و ایکاء السقاء…الخ،  صفحہ:802 ،حدیث:2014.