Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat
نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.[1]
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامین: (1) د اوښ په شان په يوه ساه کښې مه څښئ بلکه دوه يا درې ځله (ساه اخستلو سره) څښئ او د څښلو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہ لولئ او د فارغيدو (يعني د څښلو نه پس) اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!.[2]
اے عاشقانِ رَسُول! که اوبه وي او که د څښلو څه بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسْمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر بيماري پيدا کيږي * اوبه په دريو ساه ګانو کښې څښئ او په ښي لاس سره ئې څښئ * که په لوټه [يعني كوزه] وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو په څښلو کښې د 70 مرضونو شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف مشابهت لري، د دې دوؤ (يعني د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه هرې اوبه په ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه