بسم اللہ Sharif ki Barkat

Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat

اوبه قبلے طرف ته د مخ کولو سره په ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې ئې ښه اوګورئ چې د څښلو په څيز کښې څه ضرري څيز خو نشته * د څښلو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ * امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بِسْمِ الله وئيلو سره په اوبو څښلو شروع کوئ، د وړومبئ ساه په آخِره کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ د دويم نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْن او د دريمې ساه نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیم لولئ. دا يو ښه کار دے، که اونکړے شو نو هم پکښې څه باک نشته او په شروع کښې د بِسْمِ الله وئيلو او په اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ سره په ختمولو به هم سُنَّت ادا شي * په ګلاس کښې پاتې شوې د مسلمان صفا جوټه اوبه د استعمال وړ کيدو باوجود هسې نه دي توئيول پکار * نقل دي چې سُؤْرُ الْمُؤْمِنِ شِفَاءٌ يعني د مسلمان په جوټه کښې شِفا ده * د څښلو د يو څو ساعتو نه پس چې خالي ګلاس ته اوګورئ نو د هغې د اړخونو نه به يو څو څاڅکي په بيخ کښې جمع شوي وي، هغه هم څښل پکار دي.[1]      

      د مختلفو سنتونو زده کولو د پاره د مکتبةُ المَدینه بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 100 صفحو کتاب 550 سنت او آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنت زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مدني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم ده.


 

 



[1]...550 سنتیں اور آداب، صفحہ:16.