Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat
نازل کړے شوے دے او دا د نُولَّسمې سيپارې د سُوْرَۃُ النَّمْل د يو آيت حِصّه هم ده[1] ارشاد دے:
بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم (پاره: 19، سورۀ نمل: 30)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: د الله په نوم سره کوم چې ډير مهربان رحم والا دے.
صحابئ رسول حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم نازله شوه نو وريځو مشرق طرف ته منډې کړې هواګانې اودريدلې، سمندر په جوش کښې راغے، ځناورو په غور سره د اوريدو د پاره خپل غوږونه کيښودل او شيطانان د آسمانونو نه په کانړو ويشتلے شول او الله پاک اوفرمائيل: زما دې زما په عزَّت او جلال باندې قسم وي! په کوم څيز باندې چې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم لوستلے شوې وي زه به په هغې کښې برکت اچووم.[2]
الله پاک په بعضې انبيائے کرامو عَلَیْهِ السَّلَام باندې صحيفې او کتابونه نازل کړل د کومو شمير چې 104 دے. په دې کښې 60 صحيفې په حضرت شُعيب عَلَیْهِ السَّلَام باندې، 30 صحيفې په حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام باندې، 10 صحيفې په حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام باندې د تورات شريف نه