Book Name:بسم اللہ Sharif ki Barkat
ګهنټې لمُونځونو ګيرې کړې دي او د 19 ګهنټو د پاره د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم 19 حروف عطا کړے شول. بس کوم نيک بخته چې د بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم وِرد کوي، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! د هغه هره ګهنټه به په عبادت کښې شميرلے شي او د هرې ګهنټې ګناهونه به ئې معاف شي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د غيبتونو او ګناهونو ډکو خبرو نه ځان بچ كړئ! او د الله پاک يادولو، د خوږ آقا مدنـى مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعتونو سره خپل تَعَلُّق جوړ کړئ! د زيات دُرُود و سلام د پاره ژبه استعمال کړئ او د قرآنِ پاک ډير ډير تلاوت اوکړئ او ډير ډير ثوابونه اوګټئ.
رِہائی مجھ کو ملے کاش!نفس و شیطاں سے ترے حبیب کا دیتا ہوں واسِطہ یا ربّ!
گناہ بے عدد اور جرم بھی ہیں لا تعداد کر عَفو سہ نہ سکوں گا کوئی سزا ی اربّ!
د الله پاک خوږ او آخري نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کُلُّ اَمْرٍ ذِیْ بَالٍ لَا یُبْدَءْ فِیْہِ بِبِسْمِ اللّٰہِ فَہُوَ اَقْطَع يعني کوم اهم کار چې د بِسْمِ اللّٰہِ نه شروع نه کړے شي، هغه نيمګړے پاتې کيږي.[2]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوکړئ! څنګه محرومه كيدل دي که چرې د ښه او اهمو کارونو نه مخکښې بِسْمِ الله شريف اُونه لوستے شي نو کارونه نيمګړي پاتې کيږي، په هغې کښې برکت نه وي. کيدے شي