Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem
حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بندګئ په آدابو کښې دي چې په جَلوَت او خَلوَت (يعني د خلقو په مخکښې هم او ځانله هم، په هر حال کښې) د الله پاک د بے حُرمتئ (مثلاً د ګناه او نافرمانئ) نه ځان بچ ساتي۔ ([1])
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خلقو له پکار دي چې د بندګئ طريقه د حضرت زُليخې رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها نه زده کړي، د توبې کولو او د ايمان راوړلو نه مخکښې چې کله زُليخا بے لارې وه، کله چې هغې ځانله حضرت يوسُف عَلَیْهِ السَّلَام ته د ګناه دعوت ورکړو، هغه وخت په کمره کښې يوه مُجَسَّمه (بُت) پرته وه، زُليخې به هغه خپل خدائے منلو، نو زُليخې په هغه مجسمې (بُت) باندې کپړه واچوله (يعني د بُت مخ ئې پټ کړو) او اوئې وئيل چې: زه د خپل مَعبُود مخ پټووم د پاره د دې چې هغه ما د نافرمانئ په حالت کښې اونه ويني۔ ([2])
غور اوکړئ ! هغې بے جانه مُجَسَّمې ليدل نه شو کولے، اوريدل ئې نه شو کولے خو زُليخې هغه خپل خدائے منلو، ځکه ئې د هغې اَدَب اوکړو۔ زمونږ خدائے خو رښتونے خدائے دے، هغه ويني هم، اوري هم بلکه د زړونو په حال هم ښه پوهيږي، الله پاک د کائنات ذره، ذره ويني، بيا به دا څومره بے ادبي وي چې الله پاک ورته ګوري او بنده په ګناه کښې اخته دے۔۔۔؟؟ ځکه بنده له پکار دي چې د الله پاک په مخکښې هيڅکله هم ګناه اونکړي او داسې هيڅ يو ځائے نشته چرته چې الله پاک مونږ نه ويني۔
جوں ہی گناہ کرنے لگوں ، تیرے خوف سے فوراً اُٹھوں میں تھرتھرا یا ربِّ مصطَفےٰ
تیری خَشیّت اور ترے ڈر سے، خوف سے ہر دم ہو دِل یہ کانپتا یا ربِّ مصطفےٰ([3])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
هميشه به ئې په دوؤ زنګونانو ناسته کوله
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک په آدابو کښې دا هم دي چې د الله پاک په حُضُور کښې داسې پاتې کيږو، لکه څنګه چې د شاهانو په مخکښې پاتې کيږو۔ د حضرت حارِث مُحاسبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره کښې