Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem
کښې اخوا ديخوا نه ګوري، د خبرو اترو کولو په وخت بيا بيا لاړې نه توکي او په کوڅو کښې زيات نه کښيني۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو ! دا زمونږه د پاک دينِ اسلام کمال دے چې په دې کښي مونږ ته زمونږ د ذات آداب هم ښودلے شوي دي، مونږ له پکار دي چې مونږ دا آداب خپل کړو، د نورو هم اَدَب اوکړو او د دې سره سره د خپل ذات هم اَدَب اوکړو۔ د نفسياتو جديد پوهان وائي چې: څوک چې د خپل ځان اَدَب نه کوي، هغه د نورو هم اَدَب نشي کولے، خلق زمونږه ظاهري حُليې ته د کتلو سره زمونږ د شخصيت پته لګوي، کوم خلق چې د خپل صحت، د صفائيئ وغيره خيال نه ساتي، هغوئي ډير غير ذمه واره او سست ګنړلے شي۔
ځکه مونږ له پکار دي چې د خپل ذات قدر اوکړو، داسې حُليه يا داسې انداز خپل نه کړو چې خلق زمونږ نه کرَکه اوکړي بلکه صفا سُترا پاتې کيږو، د خپل صحت خيال اوساتو۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡنصَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم
(3): د ژوند تيرولو مختلف آداب
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اَدَب دريم قِسم دا دے چې د خلقو سره د ميلاويدو، په ناسته پاسته کښې د هغوئي د آدابو خيال اوساتلے شي۔
په دې ځائے کښې داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند تيرولو مختلف آداب بيان کړي دي، راځئ ! په هغې کښې يو څو اورو:
د خلقو سره په ناسته پاسته او د تعلق ساتلو په باره کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې انسان هميشه نيک صحبت اختيار کړي، د بد صحبت نه هر وخت ځان بچ اوساتي۔ داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نفس عادت دے چې د خپلو ملګرو نه راحت بيامومي، چې د کوم قِسم خلقو سره کښيني، د هغوئي عادتونه خپلوي، ځکه مشائخِ (يعني اوليائے کرام) د ټولو نه مخکښې د دوستئ حقونو ته د پام کولو او مُريدانو ته د دې ترغيب ورکوي، تر دې پورې چې د مشائخو په نز د دوستئ آداب زده کول او په هغې باندې عمل کول د فرضو درجه لري۔ ([2])