Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem
مسلمانانو له پکار دي چې د خپلو مسلمانانو ورونړو سره په ښکلي انداز او مهربانئ سره وړاندې راشي، الله پاک په قرآنِ مجيد کښې فرمائي:
اِنَّمَا الۡمُؤۡمِنُوۡنَ اِخۡوَۃٌ فَاَصۡلِحُوۡا بَیۡنَ اَخَوَیۡکُمۡ (پارہ:26،سورۂ حجرات:10)
ترجمۀ کنزُ الايمان: مسلمان د مسلمان ورور دے نو د خپلو دوو ورونړو په مينځ کښې روغه اوکړئ۔
معلومه شوه چې ټول مسلمانان په خپل مينځ کښې ورونړه ورونړه دي، ټولو له پکار دي چې د يو بل سره په نرمئ او مهربانئ سره وړاندې راشي، څوک هم د بل زړه آزار نه کړي * مسلمانانو ته سلام اوکړي * په مجلس کښې د هغوئي د پاره ځائے فراخه کړي * هر يو په ښه نوم سره را اوبلي۔ په حديثِ پاک کښې دي: 3 څيزونه په مسلمانانو ورونړو کښې محبّت زياتوي: (1): چې کله ملاقات کوي نو سلام کول (2): په مجلس کښې ځائے فراخه کول (3): په ښه نوم سره رابلل۔ ([1]) * د دوستئ او ورورولئ په آدابو کښې دا هم دي چې د هر يو سره صرف د الله پاک د رضا د پاره تعلق اوساتلے شي، د چا سره هم د ذاتي غرض د پاره تعلق اونه ساتلے شي۔ داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د شيخُ المشائخ حضرت ابو قاسِم ګُرګاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوکړه چې: د صحبت شرط څه دے؟ اوئې فرمائيل: دا چې بنده خپله خوشحالي نه غواړي۔ د مسلمانانو ورونړو او دوستانو سره په تعلق کښې د ټولو نه غټ آفت دا دے چې هر يو خپله خوشحالي غواړي۔ ([2])
* د مسلمانانو سره د ورورولئ په آدابو کښې دا هم دي چې انسان د ځان نه د مشرانو اَدَب اوکړي، د خپلو همزولو سره ښه سلوک اوکړي ، په ماشومانو باندې شفقت اوکړي، او مشران بوډاګان د پلار نيکه په ځائے، خپل همزولي د ورونړو په ځائے او ماشومان د اولاد په ځائے اوګنړي * د چا سره حَسَد اونکړي * د چا سره په زړه کښې بغض او کينه (يعني پټه دښمني) اونه ساتي * ټولو ته د نيکئ دعوت ورکوي * په وړه وړه خبره نه خفه کيږي۔ ([3])
کاش ! نیکی کی دعوت میں دوں جابَجا سُنتیں عَام کرتا رہوں جابَجا([4])