Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem
د کَشفُ المَحجُوب د يو باب خُلاصه
اے عاشقانِ رَسُول ! د کَشفُ المَحجُوب شريف يو باب دے: کَشفِ حِجَاب: د آدابو بيان۔ په دې باب کښې حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بنيادي طور د 3 څيزونو ذِکر فرمائيلے دے: (1): اَدَب څه ته وئيلے شي؟ (2): د اَدَب قِسمونه (3): او د ژوند د تيرولو مختلف اَداب۔
راځئ ! د کَشفُ المَحجُوب شريف د دې باب نه د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعليماتو او ځينې نصيحتونو اوريدو سَعَادت حاصلوو، الله پاک دې مونږ له د اوليائے کرامو سره د محبّت او د هغوئي په تعليماتو باندې د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡنصَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم
حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ټولو ديني او د دنيا د کارونو حُسن اَدَب دے، د هر کَس د پاره د هغه د مقام مطابق بيل آداب دي، د اخلاقو، سُنَّتو او عزّت حفاظت د اَدَب په ذريعه کيږي۔ ([1]) الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا قُوۡۤا اَنۡفُسَکُمۡ وَ اَہۡلِیۡکُمۡ نَارًا وَّ قُوۡدُہَا النَّاسُ وَ الۡحِجَارَۃُ (پارہ:28،سورۂ تحریم:6)
ترجمۀ کنزُ الايمان: اے ايمان والوو خپل ځانونه او خپل کور والا د هغه اور نه بچ کړئ د کوم خشاک چې انسانان او کانړي دي۔
صحابئ رسول، سُلطَانُ المُفَسِّرين، حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې آيتِ کريمه په تفسير کښې فرمائي: اَیْ فَقِّہُوْہُمْ وَ اَدِّبُوْہُمْ يعني اے ايمان والوو ! په تاسو باندې لازم دي چې پخپله خپل ځان هم او خپل کور والا هم د دوزخ د اور نه بچ کړئ ! او دا به څنګه کيږي؟ تاسو څنګه خپل ځان او خپل کور والا د دې اور نه بچ کولے شئ؟ د دې طريقه دا ده چې پخپله هم د دين پوهه حاصله کړئ او خپل کور والوو ته هم دين اوښائيئ ! پخپله هم اَدب زده کړئ او خپل کور والوو ته هم اَدب اوښائيئ۔۔۔ ! ! ([2])